
کوئټه 31 مئي (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف وئیلي دي چې د بلوچستان پرمختګ د پاکستان پرمختګ دی٬ د بلوچستان سره به هیڅ ډول بر انصافي نه کیږي، د فنډونو وركول احسان نه دی بلکه ذمه واري ده، د بلوچستان د وګړو ګيلي به په ګډه هواري كولې شي، خو ترهګر به په هیڅ صورت نشي زغملې ٬ پرمختګ او سوکالي د بد امنۍ سره یوځای نه كيږي، په راتلونکي وفاقي پرمختیایي پروګرام (PSDP) کښې به 25٪ برخه د بلوچستان لپاره بېلولې شي،د پېښور څخه کوئټې، کراچۍ او لاهور مونږ بشپړه موقع لرو چې قوم یوځای کړو او هیواد سوکاله او مستحكم كړو ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ د بلوچستان لوئی جرګې ته په خطاب کښې وکړې۔په دې موقع فیلډ مارشال سید عاصم منیر، لنډمهاله ګورنر کیپټن (ر) عبدالخالق اچکزئی، د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بګټي، وفاقي وزیران احسن اقبال، عطا الله تارړ، د سینټ لنډمهاله چئيرمېن سیدال خان ناصر، كور كمانډر 12 كور لیفټیننټ جنرال راحت نسیم احمد خان، د قومي اسمبلۍ غړي جمال شاه کاکړ، نوابزاده جمال خان رئیساني، میاخان بګټي، سینټر انوار الحق کاکړ، بلال خان مندوخیل، عبدالقدوس بزنجو، صوبایي وزیران، سلاکاران، پارلماني سیکرټريز، د بلوچستان اسمبلۍ غړي، د بلوچستان چيف سیکرټري شکیل قادر خان او نور مشران موجود وو۔وزیراعظم شهباز شریف ووئیل چې د بلوچستان خلکو ته مبارکي وركوم چې د مئي په 6، 7 او 10 نیټه هند په پاکستان برید وکړ، خو په ځواب کښې د پاکستان پوځ په بهادرۍ او مړانه دښمن ته داسې ماتې ورکړه چې هغه به یې د ټول عمر لپاره یاد ساتي ۔ زه د بلوچستان او نورو صوبو د خویندو او وروڼو هم مننه كوم چې پاکستانی قوم یوځای شو او د پاکستان د پوځ سره اوږه په اوږه ودرېد، د وزیراعظم په توګه زه د ټولو پیښو عيني شاهد یم، زه له هیڅ ډول وېرې ترهي وئيلي شم چې دا ډیره لنډه خو خطرناکه جګړه وه۔ د فیلډ مارشال سید عاصم منیر د بهادرۍ او پوهي قيادت كښې د پاکستان پوځ دا جګړه وګټله او نه یوازې د قوم فخر ئې زیات کړو بلکه د دوی سر یې په فخر سره پورته كړو او موږ د 1971 کال بدل واخست۔ دښمن د پاکستان د دې لویې بریا څخه ویره لري، په داسې حال کښې چې د پاکستان د ملګرو جذبه لويه وه ۔ ده ووئيل چې کله پاکستان اتومي طاقت شو نو نړۍ ولیدل چې پاکستان د هند د 5 چاودنو په بدل 6 چاودنې وکړې او د هند حواس باخته شو ۔وزیراعظم محمد شهباز شریف ووئیل چې زه نن جرګې ته د بلوچستان د خلکو خبرو اوریدو ته راغلی یم، هم دا قومونه وو چې له قائد اعظم محمد علي جناح سره په ملاقات کښې د هغه قيادت ومنلو او د پاکستان برخه جوړيدو اعلان یې وکړو۔ ده ووئيل چې بلوچستان د پاکستان ښكلي صوبه ده چې خلك یې ډیر زړور او مړيني دي، ګيلي د وروڼو سره په کښیناستو هواريږي، خو ترهګر د وینو تږي دي، دوی ته د پاکستان پرمختګ او سوکالي نه شي زغملے، د دې خلکو د چالونو د شنډولو لپاره ټول باید په ګډه کار وکړو او کوم خلاﺀ او نیمګړتیا چې شتون لري، د مشورې له لارې یې پوره کړو ۔ ده ووئيل چې په 2010 کال کښې متفقه NFC ايوارډ منظور شو ، د NFC ايوارډ په منظوريدو كښې د هغه وخت سیاسي مشرتابه مهم كردار لرلو ۔ ده ووئيل چې د قومي یووالي، اتفاق او اتحاد لپاره که صوبې ته د 160 میلیونه روپو په ځائې 1600 میلیونه روپۍ هم ورکړې شي نو کمې دي۔ د بلوچستان د مشرانو لپاره د بلوچستان اعلی وزیر سره په ګډه د 70 میلیونه روپیو په پروژه کار روان دی، N25 چمن – کوټه – کراچۍ لویه لار چې د وینې لار بللې کیږي او هره ورځ پکښې په پیښو کښې قیمتي ژوند له لاسه ورکول کیږي٬ زموږ د 16 میاشتو حکومت په دې پروژه کښې فنډونه ورکړل او کله چې په نړۍ کښې د تیلو بیعې كمي شوي نو د 150 میلیونه روپو سره ئې د N25 پروژې د جوړولو لپاره یو پلان جوړ کړو۔ ده ووئيل چې د بلوچستان فاصلے زياتي دي،پراخه رثبه تقاضا كوي چې د انويسټمنټ حجم هم ډیر شي ، ټول مسائیل په نظر کشې نیول شوي او د پرمختګ په اړه پریکړې شوي دي بلکه په راتلونکي PSDP کښې 250 میلیونه روپۍ یوځزې د بلوچستان لپاره دي، د وفاقي پرمختیایي پروګرام (PSDP) 25٪ برخه د بلوچستان لپاره ده، دا د دې ځائی د خلکو حق دی، دا وستئل باید په شفاف ډول په بیلابیلو ولسوالیو کښې په ایمانداری سره د خلکو د پرمختګ او سوکالۍ لپاره وکارولې شي۔ ده ووئيل چې یقیناً بلوچستان اعلی وزیر او د هغه ټیم په ایمانداری سره کار کوي۔ ده ووئيل چې د پنجاب د اعلی وزیر په هيڅ په کوئټه کښې د زړه روغتون لپاره دوه میلیونه روپۍ بېلي كړې وي، اعلی وزیري مریم نواز هم په دغو پروژو عملدرآمد جاري ساتلې ۔د پنجاب د اعلی وزیر په هيڅ دلته د ځوانانو لپاره په تعلیمي ادارو کښې د تعلیم ترلاسه كولو او یا نورو پروژو کښې 10٪ برخه د بلوچستان لپاره ساتلې ده۔وزیراعظم ووئیل چې د بلوچستان د خلکو ګيلي په سر سترګو دي خو ترهګر چې له حیوانانو نه ځانله بل څه ندي زموږ پشمول هیڅوك یې نشي زغملې ۔هغه کسان چې غلط شوي او بے لاري شوي، د هغوی د بیرته راوستلو لپاره باید ټول په ګډه هڅي وكړو ۔ ده ووئيل چې زما په حکومت کښې د بلوچستان سره د معاشي، سماجي نا انصافۍ تصور هم نشي کیدی، په سوراب کښې چې کومه پیښه رامخې ته شوي ووئیلي شي چې اوبه او اور سره یوځای نه شي تللې ؟ ده ووئيل چې پرمختګ او سوکالي او بد امني یوځای نشي كيدې، زموږ سره دا ښه موقع ده چې د پېښور څخه کوئټې ته او د کوئټې څخه کراچۍ ته او د کراچۍ څخه لاهور تر ټول قوم یوځای دی، مونږ باید په خپلو كښې اتحاد او اتفاق پيدا كړو، په ګډه کښیناستو سره یوه کورنۍ سوکاله او پیاوړې کیږي، دې ته بد نظر سره نه شي كتلې كيدے۔