د خېبرپښتونخوا وزیراعلی ارشد ندیم له ایشین ایتھلیټکس چیمپئن شپ كښې په کامیابۍ مبارکي وركړه

پېښور 31 مئي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزیراعلی علی امین خان ګنډاپور ارشد ندیم له ایشین ایتھلیټکس چیمپئن شپ كښې په ګولډ میډل ترلاسه كولو مبارکي وركړې ده۔د مباركۍ په خپل پیغام كښې وزیراعلی ووئيل ارشد ندیم فائنل كښې د ښه كاركردګۍ څرګندوني سره پاکستان لپاره 52 كاله پس ټائټل ترلاسه كړې۔ ده ووئيل ارشد په نړۍ كښې د پاکستان بيرغ هسك كړې۔ دا كاميابي د ټول قوم لپاره د وياړ وړ ده۔