
اسلام اباد 31 مئي (اے پي پي)د پاکستان پیپلز پارټۍ چئيرمېن بلاول بهټو زرداري ارشد ندیم ته په جنوبي کوریا كښې ایشین ایتھلیټکس چیمپئن شپ (ایشین ایتلیټکس چمپین شپ) كښې د سرو زرو په مډال ترلاسه كولو مبارکي ورکولو سره وئيلي چې د ارشد ندیم محنت، لګن او ثابت قدمۍ د پاکستان سر په فخر سره پورته كړې ۔ د خالي په ورځ جاري شوې بيان له مخې بلاول بهټو زرداري ووئيلارشد ندیم ته ایشین ایتھلیټکس چیمپئن شپ كښې د شاندارې بریا له امله د زړه له کومې مبارکي وایم۔ ده ووئيل محنت ، لګن او ثابت قدمۍ د پاکستان سر په فخر سره پورته كړې ۔بلاول بهټو زرداري زیاته کړه چې ارشد ندیم د راتلونکو لوبغاړو لپاره یوه ښكاره مثال دے،ده هیله څرګنده كړه چې هغه به په راتلونکي كښې نورې كاميابۍ هم ترلاسه كړي۔