
اسلام اباد 31 مئي (اے پي پي)د قومي اسمبلۍ د دفاع قائمه کمېټې چئيرمېن سردار فتح الله خان میاخېل د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي سره ولیدل۔ په دې موقع د پیپلز پارټۍ صوبايي چئيرمېن محمد علي شاه باچا او نور چئيرمېنان هم موجود وو ۔ د خالي په ورځ د ګورنر آفس د اړخه جاري شوې اعلامیه كښې وئيلي شوي چې په دې ملاقات كښې د خېبر پښتونخوا د ګوند په تنظيمي چارو او د ډېره اسماعیل خان پرمختیایي پروژو خبرې اترې وشوې۔د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي ووئيل چې د سردار فتح الله خان میاخېل په حلقه، رمك ډېره اسماعیل خان څخه تر ټبي قیصراني، ډېره غازي خان قومي لویې لارې پرمختیايي پروژه به ډیر زر پرانسته وشي ۔ په دې پروژه كښې به د پرووا تحصیل كښې دوه بائی پاس سړکونه هم جوړ شي، چې له امله به یې په سیمه كښې د پرمختګ او سوکالۍ نوې دور پیل شي۔ ده ووئيل چې د ډېره اسماعیل خان د اوږدې مودې غوښتنې، د چشمه لفټ کينال پروژه به هم سږکال پرانسته وشي ۔په دې ملاقات كښې د شريكي خوښي په نورو چارو هم خبري اتري شوي۔