د خیبر پښتونخوا ګورنر د طوفانونو او بارانونو له امله په شوي ځاني او مالي زیانونو د افسوس څرګنده كړه

پېښور 31 مئي (اے پي پي): د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل كریم كنډي په پېښور او د خیبر پښتونخوا په نورو ولسوالیو كښې په تېرو پنځو ورځو كښې د باراتنونو او طوفانونو له امله د 10 كسانو په مړينه او مالي زیانونو د افسوس څرګندونه وكړه۔د خیبر پښتونخوا ګورنر له غمجنو كورنيو سره د خواخوږۍ او او تعزیت څرګند كړی او د مړو كسانو د مغفرت او غمجنو كورنيو زغم لپاره ئې دعا اوكړه۔هغه د بارانونو او طوفانونو له امله د ژوبل كسانو د ژر روغتیا لپاره هم نیكو هيلو څرګندونه وكړه۔د خیبر پښتونخوا ګورنر ووئيلي چې د ځپليو كورنيو په غم كښې شریك يو۔