په بلوچستان اسمبلۍ كښې د سوراب شهید شوي ADC هدایت الله لپاره فاتحه خواني وشوه

كوئټه 31 مئي (اے پي پي) په بلوچستان اسمبلۍ كښې د سوراب شهید شوي اے ډي سي هدایت الله لپاره فاتحه خواني وكړې شوه۔ د خالي په ورځ د بلوچستان اسمبلۍ غونډه د ډپټي سپیكرې غزالې ګوله په مشرۍ پېل شوه۔ صوبائي وزیر میر ظہور احمد بلیدي په وينا د سوراب په ترهګریز برید كښې د شهید شوي اے ډي سي لپاره د فاتحه خواني كولو غوښتنه وكړه، چې وروسته یې په ایوان كښې د جمعې په ورځ د سوراب په ولسوالۍ كښې د ترهګرۍ ښكار شوي شهید ايډيشنل ډپټي كمیشنر هدایت الله لپاره فاتحه خواني وكړې شوه۔