
اسلام آباد 31 مئي (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپیكر سردار ایاز صادق د بلوچستان په سوراب كښې پر بانك او كور د هندي ملاتړ لرونكو ترهګرو برید په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره ووئيل چې د ترهګرو اجنډا د بلوچستان پرمختګ ته زيان رسول دي او د ترهګرو تر بشپړه ختمولو به جنګ روان وي۔جاري شوې بيان له مخې د قومي اسمبلۍ سپیكر په دې برید كښې د ايډيشنل ډپټي كمیشنر هدایت الله بلیدي په وژنه د خواشینۍ او غم دړډ څرګندونه وكړه۔ د قومي اسمبلۍ سپیكر د ايډيشنل ډپټي كمیشنر هدایت الله بلیدي بهادرۍ ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د شهید افسر مړانې او استقامت ته سلام كوم۔د قومي اسمبلۍ سپیكر د شهید كورنۍ سره خپله ژوره خواخوږي او همدردي څرګنده كړه۔ ده ووئيل د شهید د كورنۍ سره په غم كښې شریك یم، په ښځو او ماشومانو برید د ترهګرۍ یوه بزدلانه عمل دی۔د قومي اسمبلۍ سپیكر ووئيل چې د ترهګرو اجنډا د بلوچستان پرمختګ ته زيان سول دي او د ترهګرو تر بشپړه ختمولو به جنګ روان وي او قوم د شهیدانو د كورنیو سره ولاړ دی۔د قومي اسمبلۍ سپیكر ووئيل چې د پاكستان وسله وال ځواكونه به د ترهګرو په ختمولو كښې بريالي شي او هندي ملاتړ لرونكي ترهګر به زر خپل انجام ته ورسولې شي۔د قومي اسمبلۍ سپیكر غوښتنه وكړه چې په دې پېښه كښې ككړ ترهګر باید په سمدستي توګه ونیولې شي او قانون ته وسپارل شي او په دې عمل كښې ككړ ترهګرو ته باید عبرتناكه سزا وركړې شي۔ د قومي اسمبلۍ سپیكر د شهید لوړو درجو او د غمجنې كورنۍ لپاره د زغم دعا وكړه۔