د سعودي ولی عهد او كاناډا وزيراعظم سره رابطه، په دوه اړخیزو اړیكو خبرې اتري

ریاض 31 مئي (اے پي پي) د سعودي عرب شهزاده محمد بن سلمان او د كاناډا وزيراعظم مارك كارني تر مينځه ټیلیفوني خبرو كښې په دوه اړخیزو اړیكو خبري اتري شوي۔د اېس پي اے له مخې دواړو مشرانو د سعودي عرب او كاناډا ترمينځه د همكارۍ په امكاناتو او په ټولو څانګو كښې د همكارۍ پراختیا موقعو جاج واخست۔ د رابطے په مهال د منځني ختیځ په صورتحال او په سیمه كښې د اوږدې مودي امن په اړه هم خبري وشوي۔د كاناډا دفتر څخه په جاري شوې بيان كښې وئيلي شوې چې ولي عهد او كارني د ریاض او اوتاوه ترمينځه د توان تحفظ او تجارت په قوي كولو خبري اتري شوي۔