
مكه مكرمه 31 مئي (اے پي پي) د سعودي عرب د حرمین شریفین چارو ادارې دیني څانګې د حج د خطبې په 35 ژبو كښې ترجمه لپاره يو اقدام پېل كړې۔ د اےس پي اے له مخې د دیني چارو مشر شیخ عبدالرحمان السدیس وئيلي چې د حرمین شریفین څخه د اسلام ميانه روئ او اعتدال خوښې پیغام نړۍ ته رسولو لپاره په 35 نړیوالو ژبو د حج د خطبې د ترجمي انتظام شوی دی۔ هغه زیاته كړه چې د اسلام د اعتدال خوښي پیغام د نړۍ په كچه خپرولو لپاره د عرفات د خطبې په بیلابیلو ژبو د ترجمې تیارۍ بشپړې شوې دي۔ د حرمین ادارې تر سيوري لاندې د دیني چارو ادارې وئيلي چې د مسجد الحرام امام او خطیب شیخ ډاكټر صالح بن عبدالله بن حمید به د عرفې ورځې خطبه وركوي۔ یادوني وړ ده چې د كال 2025 حج كښې به شیخ ډاكټر صالح بن حمید خطبه وركوي۔ شاهي ماڼۍ هغه ته دا ذمه واري سپارلي ده۔