
اسلام آباد/ كوئټه30 مئی(اے پی پی)د سينيټ لنډ مهاله چيئرمېن سيدال خان سره پخواني سينيټر او د قامي اسمبلۍ پخواني غړي نواب محمد اياز خان جوګيزئي كوئټه كښې ملاقات كړې چې پكښې د شريكې خوښې په چارو تفصيلي خيالاتو څرګندونه كړې۔د جمعې په ورځ د سينيټ سيكرټريټ لخوا جاري شوي اعلاميې له مخې ملاقات په مهال بلوچستان په قدرتي وسائلو او د هغې د ښه استعمال سره سره د حكومت لخوا بلوچستان پرمختګ او خوشحالۍ لپاره پورته كړې شويو اقداماتو تفصيلي جاج واخست۔لنډ مهاله چيئرمېن ووئيل چې وزيراعظم محمد شهبا شريف ټولو اتحادي ګوندونو سره په ګډه د بلوچستان صوبې پرمختګ او خوشحالۍ لپاره خاص اقدامات كوي۔ده په دې خبره زور راوړې چې بلوچستان صوبه قدرتي وسائل لري۔د سينيټ لنډ مهاله چيئرمېن سيدال خان ووئيل چې وفاقي حكومت به د بلوچستان تعمير او پرمختګ او اولسي مسئلو حل لپاره به مرسته جاري ساتي۔نواب محم اياز خان جوګيزئي د حكومت دا پالېسي ستائېلو سره وئېلي دي چې ځوانانو ته ښه تعليمي آسانۍ٬فني تربيت او روزګار وركولو څخه نه يوازې په صوبه كښې خوشحالي راشي بلكې قومي يو والي ته هم وده ترلاسه شي۔د سینیټ قائم مقام چیئرمین سیدال خان سره د بلوچستان پخواني ګورنر او د بلوچستان نیشنل پارټۍ مرکزي سینیئر نائب صدر ملک عبدالولي کاکړ هم ملاقات كړې په دې ملاقات کښې د بلوچستان صوبې د پرمختګ او سوکالۍ په اړه ستونزو او د هغې حل په اړه تفصیلي خبرې وشوې. د سینیټ قائم مقام چیئرمین سیدال خان په دې موقع ووئیل چې د بلوچستان صوبې پرمختګ او سوکالۍ لپاره ضروري ده چې ټولې سیاسي ډلې او اړوند کسان شريك تګلاره جوړه کړي