جکارته 30 مئي (اے پي پي) د انډونیزیا په جاوا صوبه كښې د چونے په درنګ كښې د خاورو كمر راپريوتو له امله 7 کسان مړه او 12 ژوبل شوي ۔د شینهوا خبري اژانس د راپور له مخې د صوبائي سرچ اينډ ريسكيو آفس آپرېشنل يونټ لنډ مهاله مشر ووئيل چې دا پېښه د ګنونګ کوډا په کان کښې رامخې ته شوې چې په نتيجه كښې ئې 7 كسان مړه او 12 ژوبل شوي دغسې درې كسان نور بے دركه دي ۔ ژوبل كسان د سمبرهوریپ روغتون ته رسولې شوي او د بے دركه شویو کسانو لټون روان دے۔