د خيبر پښتونخوا كابينې 32 غونډو په 819 پرېكړو كښې په 766 عملدرآمد بشپړ شوے دے: سي ايم هاؤس

پېښور۔ 30 مئی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا 32 غونډو په مهال په 819 پرېكړو كښې په 766 عملدرآمد بشپړ شوے دے۔ د سي اېم هاؤس چارواكو له مخې د خېبر پښتونخوا كابينې تر دې دمه 32 غونډې شوي دي۔ په دې مهال په 94 فيصد پرېكړو عملدرآمد شوے دے په پاتې 6 فيصد كار روان دے۔ د صوبائي كابينې په 23 پرېكړو به ډېر زر عملدرآمد وشي۔ دغسې 16 داسې دي په كومو چې وخت تېر شوے دے او هغه عملي شوې نه دي۔ د 14 نورو پرېكړه ټاكلې وخت ختم شوے دے۔