کابل ۔30 مئی(اے پی پی) طالبان حکومت د روسيې دفاع وزير آندرے بېلوسوف د بيان په ځواب كښې د افغانستان په خاوره د كومې وسله والې يا بې قابو ډلې د موجودګۍ ترديد كړې دې۔ د العربیه له مخې د روسيه د دفاع وزير په خپل بيان كښې د افغانستان دننه نزدې په 15,000 جنګيالو 20 څخه د زياتو انتها خوښې ډلو موجودګۍ په اړه وئيلي وو۔ د طالبانو وياند لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې د 20 وسله والو ډلو موجودګۍ سره اړوند بيان د امريكائي قبضې په دور كښې مخصوص انټېلې جنس مقصدونو لپاره جوړ كړے شوے ؤ۔ د طالبان حكومت وياند په دې خبره زور راوړے چې افغانستان كوم هم فريق لپاره خطر نه دے۔ د طالبان حكومت وياند ووئيل چې د ترهګر ډلو موجودګۍ په اړه د روسيه اندېښنې بې بنسټه دي۔ ده زياته كړه چې په افغانستان كښې كومه وسله واله ډله نشته او افغانستان چا لپاره هم خطر نه دے۔ د طالبان لخوا دا ځواب د روسيه د دفاع وزير هغه بيان څخه وروستو راغلے دے كوم چې هغه د شورو په ورځ د “کلېکټو سکیورټی ټریټی آرګنائزېشن” د دفاع وزيرانو غونډې په مهال وركړے ؤ