د ګورنر فيصل کريم کنډي د نيشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ دوره

اسلام آباد 30 مئي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي وئيلي دي چې د سېلاب په صورتحال كښې دې په سمدستي توګه مرستې له ون ونډو عمليات پېل كړے شي چې پكښې غېر سركاري تنظيمونه هم شامل وي۔ د ګورنر آفس لخوا د جاري اعلاميه له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د نيشنل ډيزاسټر مېنجمنټ اتھارټۍ (اېن ډي اېم اے) دورې په مهال وكړه۔ په دې موقع ګورنر ته په هېواد كښې د رامخې ته ممكنه سېلابي صورتحال په اړه بريفنګ وركړے شو۔ د اېن ډي اېم اے چيئرمېن ليفټينټ جنرال انعام حېدر ملك په موجودګۍ كښې د يو شمېر څانګو مشرانو په سندھ، کابل، کرم، کنهار او سوات درياب كښې د اوبو صورتحال او د ممكنه سېلابي خطرو په اړه ګورنر خبر كړو۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول چې په راتلونكې ورځو كښې ډيره اسماعيل خان او شا او خوا سيمو كښې د سېلاب له امله په لويه كچه د زيانونو اندېښنه ده په دې لړ كښې د پېشګي اقداماتو په اړه هم ګورنر خبر كړې شو۔ ګورنر فېصل كريم كنډي ووئيل چې د سېلاب په صورتحال كښې دې په سمدستي توګه مرستې له ون ونډو عمليات پېل كړې شي چې پكښې غېر سركاري تنظيمونه هم شامل وي