سعودي عرب كښې حج ډيټا پليټ فارم معارفي كړے شو

رياض 30 مئي (اے پي پي) سعودي عربستان حج ډيټا پليټ فارم (منصة بيانات الحج) پېل كړو كوم چې د اربن احوال څانګې لخوا معرفي كړې شوے دے۔ د العربيه له مخې دا پليټ فارم د حج پرمټ پلېټ فارم (منصة تصريح) او قامي معلوماتي مرکز سره تړلې شوېدے۔ د دې نوي پلېټ فارم د لارې د حج پحقله شمېرې وړاندې كړې شوې دي لكه نسك پليټ فارم څخه جاري شوې د كورنيو حاجيانو پرمټس، منسوخ شوې پرمټس او په مقدس مقاماتو د حاجيانو په اړه رجسټرډ شهري حقائق وغيره۔ دا پليټ فارم نه يوازې تر معلوماتو په تندۍ سره رسنه وركوي بلكې سركاري ادارو سره شريك ربط قوي كوي او د حاجيانو د خدماتو د شمېرې نګرانۍ د لارې په دې كښې بهتري٬ ترقي او موثره كاركردګي باوري كوي۔