د خيبر پښتونخوا ګورنر شمالي وزيرستان او چترال كښې د ترهه ګرو په ضد په كاروائي كولو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې

پیښور 30 مئی(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي شمالي وزيرستان او چترال كښې د ترهه ګرو په ضد په كاروائيو كښې د هندي حمايت يافته 7 ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔ ده آپرېشن كښې د لېفټيننټ دانيال اسماعيل پشمول د امنيتي ځواكونو 4 ځوانانو په شهادت د افسوس څرګندونه هم وكړه۔ ده د شهيد شويو ځوانانو كورنيو سره د غمرازۍ او د يو والي څرګندونه كولو سره د شهيد شويو له د لوړو درجو او غم جنو كورنيو لپاره د زغم دعا وكړه۔فيصل كريم كنډي ووئيل چې د خېبر پښتونخوا د امن تباه كونكو ترهه ګرو ناوړه عزائم به چرته هم كامياب نه شي۔ ګورنر ووئيل چې ټول قوم د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې وسله والو ځواكونو سره يو برابر ولاړ دے۔