د پاكستان روسيه – يوكرين شخړه كښې په رامخې ته شوي شدت د انديښنې څرګندونه

اسلام آباد۔30 مئی(اے پی پی) پاكستان د روسيه او يوكرين شخړه كښې د شدت په اړه خبردارې وركولو سره د مذاكراتو او سفارت كارۍ د لارې د دې مسئلې د حل كولو په حاجت زور راوړے دے۔ ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عثمان جدون 14 كسيزه سلامتي كونسل كښې د يوكرين په صورتحال يوه مباحثه كښې د خيالاتو څرګندونه كولو سره وئېلي چې پاكستان د څلورو كلونو څخه د روانې شخړې په تباهي خپرونكو بشري او د سلامتيا په نتيجو ژوره اندېښنه لري۔ ده ووئيل چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د نوي شدت د لاسه رامخې ته شوې شخړې په ټولو مذاكراتو او سفارتي هڅو پرده اچولې۔ ده د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل ته خبردارې وركولو سره وئېلي چې شخړی كوم پوځي حل نه لري او مونږ د دښمنۍ شدت كښې د زياتوالي اوسني رپورټس څخه ويرېدو۔ ده ووئيل چې شخړه كښې د نوي شدت د پېدا كېدو له امله په عامو وګړو٬په شهري بنيادي اډانه بريدونو كښې اضافه شوې ده۔ ده ووئيل مونږ د روسيې فيډرېشن او يوكرين ترمينځه د نېغ په نېغه مذاكراتو هركلے كوو۔ده ووئيل پاكستان د ملګرو ملتونو د چارټر٬نړيوال قانون٬اړوند ګڼ اړخيزه لوظنامو په اصولو د اډانه امن قرارداد پلو د ټولو هڅو ملاتړ كولو له چمتؤ دے او كوم چې د ټولو ډلو د جائز قامي سلامتيا ګټې تسره كوي۔