خېبر پښتونخوا څخه دويم پړاؤ كښې ګڼ شمير افغان وګړي افغانستان ته تللي دي: د كے پي كے د كورنيو چارو محكمه

پېښور 30 مئي (اے پي پي) خېبر پښتونخوا څخه دوېم پړاؤ كښې ګن شمير افغان وګړي افغانستان ته تللي دي۔ د كے پي كے د كورنيو چارو محکمې وئيلي په دوېم پړاؤ كښې 37 زره 906 افغان سټيزن کارډ هولډرز د بېلو پولو د لارې هېواد ته تللي دي۔د كورنيو چارو صوبائی محکمې له مخې 20 زره 243 غیر قانونی كډوال د طورخم په لاره افغانستان ته لېږلې شوي، ستمبر 2023 نه تر اوسه 5 لکهه 49 زره 932 كډوال افغانستان ته تللي دي۔تيره ورځ د طور خم په پوله 606 غیر قانونی كډوال افغانستان ته لېږلې شوي،د كورنيو چارو محکمې له مخې 243 افغان سیټزن کارډ هولډرز هم بيرته لېږلې شوي دي۔