پېښور 30 مئي (اے پي پي) پي ډي اېم اے وئيلي خېبرپښتونخوا كښې 27 مئي نه تر دې دمه د طوفان او باران له امله 8 كسان مړه شوې دي۔ د رپورټ له مخې خېبر پښتونخوا كښې د اوسني باران له امله تر اوسه 21 كسان ژوبل شوي، حق رسيدليو كښې 5 نارينه ، 2 ميرمنې او يو ماشوم شامل دے۔ د پي ډي اېم اے له مخې ژوبل كسانو كښې 10 نارينه، 5 ميرمني او 6 ماشومان شامل دي،د بارانونو له امله په مجموعی توګه 25 كورونو ته زيان رسېدلې۔24 كورونو ته په جزوی توګه زيان رسېدلې دغسې يو كور په بشپړه ډول ويجاړ شوے، پېښي پېښور ، مردان، صوابۍ، شانګله ، سوات، تورغر، مهمند، مانسهرہ او هری پور كښې رامخې ته شوي۔ بل پلو د موسمياتو محکمې په خېبر پښتونخوا كښې د نور باران پېشګوئی كړې، دغسې د پېښور پشمول په بېلو سيمو كښې د ګلۍ ورېدو امكان دے۔