پېښور ۔ 30 مئی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا په بېلو ښارونو كښې د زيات طوفان او باران د لاسه په رامخې ته شوو پېښو كښې 5 كسان مړه شوي دي۔ د مردان په تخت بھائی سيمه كښې د كوټې چھت پرېوتو پېښه كښې مور او لور په حق رسېدلي او نورو ځايونو كښې د دېوالونو او چھتونو پرېوتو له امله د 3 كوچنيانو په شمول 10 كسان ټپيان شوي دي۔ د مهمند په تحصیل صافی خانقاہ ماربل درنګ كښې د تندر پرېوتو د لاسه دوه كسان مړه او يو ژوبل شوے دے۔ دغسې د اټك حضرو په بهادر خان كلي كښې د تندر پرېوتو له امله د مدرسې يو طالب علم په حق ورسېد۔ بلخوا د باران او تندو هواګانو د لاسه په يو شمېر سترو لارو اونې راپرېوتلي دي چې ورسره مواصلاتي نظام ځپلے شوے دے٬ ریسکیو ډلې د مرستې فعاليتونو كښې بوختې دي