پېښور ۔ 30 مئی (اے پی پی) په خېبر پښتونخوا كښې د ګرمۍ موسم د رخصتيو له امله كالجونه او پوهنتونونه به د جون له اولنۍ څخه د اګست تر 15 مې نېټې بند وي۔ د خېبر پښتونخوا د تعليم محكمې لخوا د خپرې شوې اعلاميې له مخې په مېداني سيمو كښې به اعلی تعلیمی ادارې د جون له اولنۍ څخه تر 15 اګست او په بره پرتو سيمه كښې د جولائي تر 31 مې نېټې بندې وي۔ دې څخه وړاندې په خېبر پښتونخوا كښې د سكولونو د ګرمۍ رخصتۍ هم اعلان شوې وې چې له مخې يۍ په مېدانی ضلعو كښې به پرائمري سكولونه د جون له اولنۍ نېټې څخه تر 31 اګست او مډل او هائی سکولونه 15 جون څخه تر 31 اګست بند وي۔ په پورته ضلعو كښې به د ګرمۍ موسمۍ رخصتۍ تر 31 جولائی وي۔ د صوبې په مېداني ضلعو كښی پېښور، چارسدہ، صوابۍ، مردان، ډی آئی خان او نورې ضلعې شامل دي