
اسلام آباد۔29مئی (اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري بلوچستان كښې د دوه بېلو كاروائيو په مهال د فتنته الهندوستان 5 ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي چې امنيتي ځواكونه د ترهه ګرۍ لعنت خاتمې لپاره كاروائۍ كوي۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملكت په استخبارات اډانه د كامياب عملياتو په مهال هندي سپانسرډ ترهه ګرو په خاتمه كولو د امنيتي ځواكونو بهادري وستائېله۔ ده د هېواد څخه د فتنته الهندوستان بشپړه خاتمې عزم پخلې كړی او وئېلې يې دي چې ټول قوم د ترهه ګرۍ په ضد يو موټې دې۔ صدر مملكت ووئيل چې د ترهه ګرۍ تر بشپړه خاتمې فتنته الهندوستان په ضد به كاروائۍ روانې وي۔