اطلاعات او خپرونو لپاره د قامي اسمبلۍ د قائمه كمېټۍ غونډه٬ د مېړنې پاك پوځ وظيفائي پوهې ته پېرزوئنې وړاندې كولو لپاره قرارداد په متفقه توګه منظور

اسلام آباد 29 مئي (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ د هند ته په جارحيت ماتې وركولو او د هېواد د خپلواكۍ په دفاع كولو د مېړنو ځواكونو وظيفائي صلاحيتونو ته پېرزوئنې وړاندې كولو لپاره قرارداد په متفقه توګه منظور كړې٬ په قرارداد كښې پاك پوځ سره د يوالي څرګندونه كولو سره د قامي سلامتيا تحفظ كښې د پاك پوځ د كردار ستائنه شوې۔ كمېټۍ د پاك و هند د تاٶ تريخوالي په مهال د وزيراعظم د قائدانه كردار هم ستائنه وكړه او د اوسني بحران په مهال په حقائقو اډانه او په ذمه وارانه كورېچ كولو٬ د دښمن لخوا خپور كړې شوې د جعلي خبرونو او پروپيګنډے په مقابله كولو كښې د پاكستان د نجي او سركاري ميډيا د موثره كردار هم ستائنه شوې٬ کميټۍ امن لپاره د پاكستان د عزم پخلي كولو سره ووئيل چې د هر جارحيت به بشپړه٬ موثره او وظيفائي ځواب وركولې شي۔ د كمېټۍ غونډه د زيارت په ورځ د پي ټي وي په هيډ کوارټرز اسلام آباد كښې د قامي اسمبلۍ غړي پلين بلوچ په مشرۍ كښې شوې٬ په غونډه كښې د پي ټي وي چارو په اړه تفصيلي غور شوې٬ په دې موقع کميټۍ د پي ټي وي انتظاميه ته امر وكړو چې د لوي اختر نه وړاندې دې حاضر سروس او ريټائرډ ملازمين ته تنخاګانے او پنشن په وخت وركول باوري كړې شي٬ د پي بي سي او د اېس آر بي سي د ملازمانو د ادائيګو په اړه هم اړوند چارواكو ته امر جاري كړې شول۔ په دې موقع د مالي كال 24-2023 په مهال د پي ټي وي د 6197 ملين روپو د ټاكلي شوي هدف په مقابل كښې د 7503 ملين روپو په امدن ترلاسه كولو او د سږني كال د هدفونو ترلاسه كولو لپاره کميټي ته بريفنګ وركړې شو۔ کميټۍ د پيمرا (بدلون) بل 2025 په اړه د قامي اسبملۍ غړي مهتاب اکبر راشدي د کنوينئر شپ له مخئ د ټاكلے شوے ذيلي کميټي په رپورټ د خيالاتو څرګندونه وكړه او پېمرا ته ئې امر وكړو چې ھغه دې د ذيلي کميټۍ په سفارشاتو خپل نظر وړاندې كړي٬ په دې موقع د کميټۍ کنوينئر او د بل محرك کميټي د رپورټ په اړه خبر كړه۔ په غونډه كښې د اطلاعاتور پارلماني سيکريټري بيرسټر دانيال چوهدري، د قامي اسمبلۍ غړي نديم عباس، کرن عمران ډار، آسيه ناز تنولي، کرن حېدر، صلاح الدين جونيجو، مهتاب اکبر راشدي، سحر کامران، سيد امين الحق، رعنا انصار، آصف خان، وقاص اکرم، محمد معظم علي خان، مولانا عبدالغفور حېدري ګډون كړې۔ د اطلاعات وزارت نمائندګي د اطلاعاتو سيکرټري، ډائريکټر جنرل (آئي پي)، ډائريکټر جنرل (پي بي سي) او د وزارت ماتحت څانګو نورو افسرانو كړې۔