
اسلام آباد 29 مئي (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرنو وفاقي وزير عطاء تارړ د پېنډۍ اسلام آباد سپورټس جرنلسټس ايسوسي ايشن (رسجا) نوې منتخب عهدېدارو له مباركي وركولو سره وئيلي دي چې سپورټس جرنلزم په ټولنه كښې د مثبت هلو ځلو ودې او د ځوانانو په لارښودنه كښې كليدي كردار لوبوي۔ د زيارت په ورځ د رسجا منتخب باډۍ په نامه د مباركۍ خپل پېغام كښې وفاقي وزير ووئيل چې رسجا يو فعال پلېټ فارم دے كوم چې نه يوازې د صحافتي اقدارو پالنه كوي بلكې د لوبو په دنيا كښې د مسئلو په رامخې ته كولو كښې هم موثره كردار لوبوي۔ وفاقي وزير د مباركۍ خپل پېغام كښې فيصل ساهي ته په صدر، عارف خان ته جنرل سيکرټري، حسنين لياقت ته په فنانس سيکرټري، شفيق راجه ته په سينئر نائب صدر، نويد کھوکھر ته په نائب صدر او امبرين علي ته د مېرمنو په نائب صدر منتخب كېدو مباركي وركولو سره دوي لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كړې او د دې اميد څرګندونه وكړه چې نوې باډي به په صحافتي مېدان د نورې بهترۍ او پرمختګ سبب جوړ شي۔