د چيئرمين جنيد اکبر خان په مشرۍ كښې د پي اے سي غونډه

اسلام آباد 29 مئي (اے پي پي) د پارلمان د پبلك اکاٶنټس کميټۍ غونډه د زيارت په ورځ د پي اے سي چيئرمېن جنېد اکبر خان په مشرۍ كښې شوې چې پكښې د كمېټۍ غړو پشمول اړوند چارواكو ګډون كړې۔ پي اے سي د معين پيرزاده په مشرۍ كښې د زير التواء آډټ اعتراضونو ترسره كولو لپاره يوه بله ذيلي كمېټي جوړه كړه دغسې د پي اے سي د ذيلي كمېټو شمېر پنځو ته ورسېده۔ د پي اے سي په غونډه كښې د مواصلاتو ډويژن د كال 24-2023 د آډټ رپورټ جاج واخستې شو او د اېن اېچ اے د چيئرمېن په عدم موجودګۍ كمېټۍ د ناراضګۍ څرګندونه وكړه۔ په دې موقع د مواصلاتو سيكرټري ووئيل چې چيئرمېن د اهمې غونډې په سبب د پي اے سي په غونډه كښې ګډون ونه كړې شو٬ په دې د كمېټۍ چيئرمېن جنيد اکبر خان ووئيل چې ھغه غونډه اهمه ده نو مونږ دلته څه كوٶ۔ د غونډې په مهال اډټ چارواكو په پاکستان پوسټ آفس كښې د 314 كسانو غېر قانوني بهرتي افشا كړه٬ د مواصلاتو سېكرټري ووئيل چې انضباطي اقدامات پېل شوې دي خو عدالتونو څخه سټے ارډر اخستې شوي٬ په دې موقع د پاكستان پوسټ چارواكو ووئيل چې د اشتهار نه زيات بهرتي كړې شوې كسان وباسلے شوې دي٬ د پي اے سي چيئرمېن ووئيل چې د خلقو نه رقوم اخستې شوي او د مېرټ په ضد بهرتۍ شوې دي۔ پي اے سي دا معامله نېب ته ولېږله۔ د مواصلاتو سيکرټري ووئيل چې ما د 400 نه زيات كسان اېستي دي او چې چا دا كار كړې ھغوي ته شو کاز نوټسز جاري شويدي٬ په دې معامله كښې اټارني جنرل راوغواړۍ چې معامله حل شي او پي اے سي په دې معامله اټارني جنرل د طلب كولو پرېكړه وكړه