د پاك -بنګله ديش درې ميچونو سيريز دويم ټي ټونټي ميچ د جمعې په ورځ كيږي

اسلام آباد۔29 مئی(اے پی پی) د پاكستان او بنګله دېش كركټ لوبډلو ترمينځه په درې ټي ټونټي مېچونو د مشتمل سيريز دويم مېچ سبا د جمعې په ورځ كيږي۔ دا مېچ به د پاكستان د معياري وخت له مخې د شپې 8 بجې په قذافی سټیډیم ،لاهور كښې پېل كيږي۔ پاكستانۍ لوبډلې ته د بنګلادېش په مقابله كښې د درې مېچونو په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه ده۔ كوربه لوبډلې په اولني مېچ كښې بنګله دېش ته په 37 رنز ماتې وركړې وه۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه دويم مېچ به په 30 مئي كولے شي۔ د بنګله دېش لوبډله به د لټن داس په مشرۍ كښې مېدان ته كوزيږي۔ په نورو لوبغاړو كښې آل راؤنډر مهدی حسن ٬ نجم الحسن شانټو، پرویز حسین، راشد حسین، سومیا سرکار، شمیم حسین، حسن ، شرفل او تنویر شامل دے۔ د پاكستانۍ لوبډلې مشري به سلمان علی آغا كوي او په نورو لوبغاړو كښې فخر زمان، صائم ایوب، حسن نواز، عرفان خان، حارث، فهیم اشرف، خوشدل شاہ، حسین طلعت، شاداب خان، ابرا احمد، حسن علی ، وسیم ، نسیم شاہ او حارث رؤف شامل دے۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه درېم او وروستې مېچ به د جون په اولنۍ نېټه كولے شي۔ د سيريز ټول مېچونه به په قذافي سټيډيم كښې كولے شي۔ درې واړه به نائټ وي كوم به چې د فلډ لائټس په رڼا كښې كولې شي