کوئټه۔ 29 مئی (اے پی پی) د بلوچستان په سبي سيمه كښې پنجاب څخه د راروان مسافر كوچ اپوټه كېدو پېښې په نتيجه كښې 4 كسان مړه او 28 نور ژوبل شوي دي۔ د پولیس له مخې د زيارت په ورځ سبي ته نزدې صادق آباد څخه كوئټه ته تلونكے سدا بهار کوچ دوسا چوکۍ ته نزدې د ډرائيور د غفلت له امله بې قابو كېدو سره اپوټه شو چې په نتيجه كښې يۍ 4 كسان مړه او 28 نور ژوبل شول۔ د اطلاع په ترلاسه كېدو د هائی وے/اېف سی او لېویز پولیس ځوانانو ژوبل كسان په سمدستي توګه روغتون ته منتقل كړل چرته چې ژوبل شوو لپاره طبي آسانۍ برابرولې شي