جکارته ۔29مئی (اے پی پی) انډونیشیا وئيلي دي چې كه اسرائيل فلسطيني رياست تسليم كړي نو انډونيشيا هم اسرائيلي تسليمولې شي۔ د العربيه له مخې د انډونيشيا صدر پرابوو سوبیانتو د فلسطيني شخړې په دوه رياستي حل خپلو خبرو كښې ووئيل د فلسطین آزادی په منطقه كښې د حقيقي امن ترلاسه كولو يوازينۍ لاره ده۔ ده دې خبرې سره اتفاق هم وكړو چې د اسرائيل سلامتيا باوري كولو ته اړتيا ده۔