
لاچین۔29مئی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د پاكستان او آذربائیجان ترمينځه په بېلو څانګو كښې د اړيكو مضبوطولو عزم پخلي كولو سره وئيلي دي چې آذربائیجان سره به د تجارت ٬ دفاع ٬ تعليم او روغتيا په شمول بېلو څانګو كښې همكاري لا پراخا كړؤ۔ آذربائیجان به په پاكستان كښې د دوه اربه ډالرو سرمايه كاري كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د زيارت په ورځ د آذربائیجان درې ورځنۍ دوره بشپړ كولو څخه وروستو تاجکستان ته له روانېدو څخه وړاندې په لاچين هوائي ډګر ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ وزیراعظم د 28 مئی اهميت بيانولو سره ووئيل چې دا يوه مهمه ورځ ده كله چې پاكستان په 28 مئي كال 1998 اتومي چاؤدنې وكړې او اتومي قوت لرونكے هېواد جوړ شو۔ ده ووئيل دا ورځ د ورور هېواد آذربائیجان د آزادۍ ورځ هم ده۔ ده ووئيل د دورې په مهال مونږ د تجارت او سرماريه كارۍ په څانګه كښې په همكارۍ تفصيلي خبرې وكړی۔ ده ووئيل صدر الهام علیوف په پاكستان كښې د دوه اربه ډالرو سرمايه كارۍ عزم پخلي كولو سره ووئيل مونږ شريكو ګټو لپاره د دې سرمايه كارۍ كولو ته چمتؤ يؤ۔ وزيراعظم ووئيل ٓذربائیجان سره به د تجارت ٬ دفاع ٬ تعليم او روغتيا په شمول بېلو څانګو كښې همكاري لا پراخا كړؤ۔ وروستو وزيراعظم د تاجکستان پلازمينې ته روان شو۔ د لاچین په نړيوال هوائي ډګر د آذر بائیجان نائب وزیر خارجه ایلنور مامیدوف ، په آذر بائیجان كښې تعينات پاكستاني سفير قاسم محی الدین او نورې سفارتي عملې وزيراعظم رخصت كړو۔ وزیراعظم د آذر بائیجان دورې په مهال صدر الهام علیوف سره ملاقات وكړو۔ ده په پاکستان۔ ترکیه۔ آذربائیجان درې اړخيزه غونډه او د آذر بائیجان د آزادۍ ورځې په دستوره كښې ګډون وكړو۔ وزیراعظم به په دوشنبه كښې د ګلېشئرز تحفظ سره اړوند كېدونكي نړيوال كنفرنس كښې ګډون كوي