اسرائيل دې نړيوالو خبريالانو له غزه ته د تللو اجازه وركړي: برطانوي خبريال

دبئی ۔29مئی (اے پی پی) نوموړے برطانوي خبريال پئیرز مورګن په اسرائيل زور راوړے دے چې هغه دې نړيوالو خبريالانو له غزه ته د تللو اجازه وركړي۔ د العربيه له مخې ده د دې خيالاتو څرګندونه د عرب ميډيا سمټ په موقع كړې ده۔ دده وېنا وه چې دا خبره د ميډيا كمزورې څرګندوي چې اسرائيل په نړيواله كچه د كاركوؤنكو خبريالانو غزه ته تللو څخه د منع كولو طاقت لري اودا چې اسرائيلي حكومت د غزه د حالاتو آزادۍ سره د كورېج او رپورټنګ مخه نيولې شي۔ ده ووئيل اسرائيل دې نړيوالو خبريالانو له غزه ته د تللو اجازه وركړي او دغې څخه وروستو به دا نتيجه اخذ كړې شي چې اسرائيل د غزه په اړه څه وائي هغه سم دي او كه غلط۔