اسلام آباد۔29مئی(اے پی پی) د ګلیشیرز تحفظ سره اړوند د اعلی كچې درېم نړيوال كنفرنس به د روانې مياشتې په 29 مه او 30 مه نيټه په دوشنبه (تاجكستان) كښې كيږي۔ د پاكستان وزيراعظم شهباز شريف به هم د تاجكستان د مشرتابه په خصوصي بلنه د نړۍ نورو هېوادونو مشرانو سره په كنفرنس كښې ګډون كوي۔ د كنفرنس په اولنۍ ورځ 29 مئی به بېلې دستورې كيږي كومې به چې د كنفرنس په باقاعده توګه له پېل كېدو څخه وړاندې د ګډون كولو ترمينځه مكالمو ٬ د معلوماتو ګډولو او مشغوليت لپاره بېلې موقعې رامخې ته كړي۔ په 29 مئی به د كنفرس په باقاعده توګه له پېل كېدو څخه وړاندې د 8 پري كنفرنس فورمز اهتمام كولے شي۔ په پاکستان كښې د تاجكستان سفير شریف زادہ یوسف توئیر په دوشنبه كښې اے پي پي ته ووئيل چې د ګلیشیرز تحفظ سره اړوند نړيوال كنفرنس به د روانې مياشتې په 29 مه او 30 مه نيټه په دوشنبه كښې كيږي۔ تاجک سفیر ووئيل تاجكستان په نړۍ كښې د ګلېشیرز او صفا اوبو كور دے۔ د ګلېشیرز ويلې كېدل او موسمياتي بدلون نړۍ لپاره يوه لويه مسئله ده او په تاجسكتان كښې د ګلېشيرز په تحفظ كنفرنس د موسمياتي بدلون او د اوبو تحفظ د تر ټولو لويې چېلنج مخنيوي لپاره نړۍ له د يوې تګلارې وركولو هڅه ده۔ ده ووئيل د پاكستان وزيراعظم هم د تاجکستان د اعلیٰ مشرتابه په خصوصي بلنه په كنفرنس كښې ګډون كوي۔ ده ووئيل دا كنفرنس به د ماحول او اوبو نړيوال تحفظ لپاره يو سنګ ميل ثابت شي۔