
لاچین 28 مئي (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف وئیلي چې د ارمنیا په ضد جګړه کښې پاکستان او ترکیې د آذربایجان بشپړه سیاسي او سفارتي ملاتړ كړې ٬ پاکستان، ترکیه او آذربایجان یو تن او درې قالبونه دي٬ پاکستان له خپل ځان څخه څو چنده لوئی دښمن كوم چې په عصري جنګي وسلي او ټیکنالوجۍ لرله په څو شیبو کښې ماتې وركړې٬درې اړخیزه غونډه تعميري او ګټوره وه٬ موږ به د وګړو د پرمختګ او سوکالۍ لپاره په ګډه کار کووھ د کشمیر مسئله باید د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو له مخې حل شي٬ په غزه كښې باید سمدستي ډز بندي وشي او په فلسطینیانو ظلمونه بند كړې شي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د آذربایجان د آزادۍ ورځ دستوري ته وينا كښې وكړه ۔ دستوري ته د آذربایجان صدر الهام علییف او د ترکیې صدر رجب طیب اردوان هم وینا وکړه۔ په دستوره كښې فیلډ مارشال سید عاصم منیر، نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، د اطلاعاتو او نشریاتو وفاقي وزير عطا الله تارړ او د وزیراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي هم ګډون كولو په دې موقع د پاکستان، ترکیې او آذربایجان قامي سرود وغږولې شو ۔وزیراعظم شهباز شریف ووئیل چې نن مونږ د آذربایجان د آزادۍ ورځ او د پاکستان د تکبیر ورځ لمانځو، کله چې كال 1998 كښې د مئي په 28مه نيټه پاکستان اتومي طاقت جوړ شوې ۔ د آزادۍ ورځ دستورو كښې ګډون د خوشحالۍ خبره ده ۔زه د آذربایجان صدر الهام علییف او اولس له مبارکي وركوم ۔ د صدر الهام علیوف په عظیم قيادت كښې 30 كاله پس قره باغ آزادي ترلاسه کړه٬ د آذربایجان پوځ په بهادرۍ سره جګړه كړي ۔مونږ په دې جنګ کښې شهیدانو ته پيرزوئنې وړاندې كوو او هغه غازیانو ته هم پيرزوئنې وړاندې كوم كومو چې بهادرۍ سره د همت څرګندونه كړي ۔ ده ووئيل هغه وویل چې په دې هلو ځلو كښې د ترکیې صدر رجب طیب اردوان او د ترکیې اولس د آذربایجان بشپړ ملاتړ کړې او هغوی ته یې حوصله وركړي ۔ په دې سخت وخت كښې د ترکیې ملاتړ غوره ؤ۔ پاکستان هم د دې لوئ هدف لپاره خپل بشپړه كردار ترسره كړې او د ورور هېواد سیاسي او سفارتي ملاتړ یې کړې۔ ده ووئيل مونږ یو تن او درې قالبونه یو. ده ووئيل چې پاکستان څه موده وړاندې د خپل ځان څخه څو چنده لوی دښمن ته ماتې ورکړه، كوم چې آبادۍ او معيشت لحاظ سره څو چنده لوئ دې ۔هغه په څو لسیزو کښې په میلیونه ډالره د نړۍ د ترټولو جديد وسلو، جنګي الوتکو او جديد ټیکنالوجۍ اخستلو مصرف کړي. د اپریل په 22مه نيټه د شخړيز کشمیر په پهلګام سیمه کښې یوه د غندني وړ پیښه رامخې ته شوي ۔ د بده مرغه هند سمدستي توګه په پاکستان دروغجن تور ولګولو او د حقایقو په ډاګه كولو هڅه یې ډډه وكړه او نړۍ ته یې دا پیغام ورکړ چې پاکستان په دې پیښه کښې ككړ دې ۔ ده ووئيل مونږ په سمدستي توګه د دې پیښې د شفافو او باوري تحقیقاتو لپاره د نړیوال تحقیقاتي کمیسیون جوړولو وړاندیز وکړو، خو هند په پاکستان برید وکړو، چې په کښې 33 بے ګناه پاکستانیانو پشمول د ماشومانو او میرمنو، شهیدان شوي ۔مونږ د هندي برید په نتيجه كښې د شهيد شوي ماشوم په جنازه کښې ګډون وکړو، په دې برید کښې 55 پاکستانیان ژوبل شوي ۔وزیراعظم ووئیل چې مونږ د مئي په 9مه او لسمه نيټه د شپې د هندي بريد په ضد د متوازن ځواب ورکولو پرېکړه وکړه٬ مونږ د وطن د دفاع لپاره دا ځواب ورکړې۔ ده ووئيل چې په څو شیبو کښې زمونږ بهادرو ځواکونو 6 هندي جنګي الوتکې راوغورځولې چې په کښې څلور رافیل الوتکې هم شاملې وې۔ مونږ د هندي ډرون الوتکې هم راوغورځولې۔ ده ووئيل مونږ هند ته پیغام ورکړ چې پاکستان یو امن خوښې هېواد دی، چې په سیمه کښې امن ، سوکالۍ او پرمختګ غواړي ، خو مونږ د هندي بريدونو غاښ ماتوونکی ځواب ورکړو ۔ ده ووئيل چې هند د براهیموس (BrahMos) توغندي له لارې په پاکستان کښې په څو ځایونو بریدونه وکړل۔ فیلډ مارشال سید عاصم منیر د غير متزلزل عزم څرګندونه وكړه او د هغه په مشرۍ كښې د پاکستان وسله والو ځواکونو دښمن ته تاریخي درس ورکړو۔ شهباز شریف ووئیل چې مونږ د هند په پوځي بېسزز بریدونه کړي، پ داسې حال کښې چې هغوی زمونږ بے ګناه وګړي په نښه کول ، دا زمونږ او هند ترمنځه واضح فرق دې ۔ ده ووئيل چې هند له پاکستان سره د ډزندۍ لپاره رابطه وكړه ۔ د لوے څښتن په فضل مونږ ته لویه كاميابي ترلاسه شوي او مونږ د هند د ډزبندۍ غوښتنه ومنله۔ ده ووئيل چې کله ارمنیا پهر آذربایجان برید وکړ، پاکستان، ترکیه او آذربایجان د چټان په شان ولاړ وو ۔کله چې هند په پاکستان برید وکړ، د ترکیې صدر رجب طیب اردوان، ترکيې اولس او د آذربایجان صدر الهام علییف او اولس د پاکستان سره په کلکه ولاړ وو او د پاکستان سره یې د بشپړ یووالی څرګندونه كړي ۔ د د دریو ورور هېوادونو اتحاد یو تاریخي شیبه ده۔ مونږ په دې سخت وخت کښې په ملاتړ او د یووالی څرګندونه چري هم نه شو هيرولې ۔ په دې ورورولۍ او دوستۍ مننه کوم۔ ده ووئيل چې د درې اړخیزې غونډې نن دویم پړاو ترسره شو٬ په دې درې اړخیزه غونډه کښې چې مونږ كوم بحث كړې او کومې پرېکړې مو وکړې، دا غونډه تعميري او ګټه وره وه ۔ ده ووئيل چې د دریو ملګرو هېوادونو بیرغونه یوځائی رپېږي، چې زمونږ ترمنځه د یووالي، خپلو وګړژ لپاره د امید، یوالي، خپلو اړیکو بام ته رسولو او د مسلم امه د پرمختګ او سوکالۍ عزم عكاسي كوي ۔ده ووئيل چې د جمو او کشمیر د شخړې په وجه د ترکیې او آذربایجان د ملاتړ مننه كوو ۔د کشمیر ښکلې دره د کشمیریانو په وینو رنګینه ده۔ د هند د ظلم او وحشت په ضد د آزادۍ هلي ځلي د څو کلونو راهیسې ارواني دي ۔کشمیریانو ته د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو له مخې او د هغوی د هیلو ترمخه د خپلواكۍ حق نه وركړې كيږي ۔پاکستان د کشمیریانو كاز سره ولاړ دے ۔کشمیریانو ته به ډېر زر آزادي ترلاسه شي او د غلامۍ څخه به آزاد شي۔ ده ووئيل چې په غزه كښې د میرمنو او ماشومانو پشمول 52 زره څخه زیات فلسطینیان شهیدان شوي دي. مهذب نړۍ به کله په دې بيداره شي ؟ مونږ د اسرائیلي بريدونو او ظلمونه په کلکه غندنه كوو ۔ نړۍ د ترکیې صدر رجب طیب اردوغان نړیوال مشرتابه مني٬ هغه د انسانیت د ستونزو په حل کښې مهم كردار ترسره كوي ۔نن باید ترکیه، پاکستان او آذربایجان په غزه كښې د ډزبندۍ لپاره په ګډه غږ پورته کړي۔ په غزه كښې انسانيت سوز اقدامات بند شي۔ فلسطینیانو ته دې د دوه رياستي حل ترمخه د خپلواكۍ حق وركړې شي كوم چې ټوله نړۍ مني