د تکبیر ورځ په موقع پاکستان د خپل نه ختميدونكي عزم پخلے كوي۔فهد هارون

اسلام اباد 28 مئي (اے پي پي) وزير مملكت او د وزيراعظم د ډيجټل ميډيا خاص مرستيال فهد هارون وئيلي دي چې د تکبیر ورځ په موقع قوم د پاکستان په تاریخ کښې یوه مهمه لمحه يادوي ٬هغه ورځ چې دا هېواد د یو اعلان شوي اتومي طاقت په توګه رامخې ته شوي، د خپل ځان د دفاع او سیمه ایز استحكام لپاره د خپلي خپلواكۍ حق توثيق كوي۔د دې ورځې په مناسبت په یو پیغام کښې وزير مملكت او د وزيراعظم د ډيجټل ميډيا خاص مرستيال فهد هارون د پاکستان سائنسمدارو ، وسله والو ځواکونو او اولس ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔فهد هارون ووئیل دا ورځ د پاکستان د اټوټ عزم يادګيرنه کوي۔ مونږ خپلو سائنسمدارو ته سلام كو چې ناممکن یې ممکن کړي، زمونږ وسله وال ځواکونه كوم چې فولادي اعصاب لرونكي محافظ دي او زموږ اولس د كومو اتحاد چې چې زمونږ لوئي طاقت دے۔فهد هارون زور راوړو چې د پاکستان اتومي صلاحيت ٬ بصيرت لرونكي قيادت په لارښودنه كښې چري هم د جارحيت انتخاب نه دې كړې بلکه د باور وړ دفاع يوه نظريه ده۔ ده ووئيل زمونږ اجتماعي عزم مشكلات په طاقت كښې بدل كړې٬ چا چې زمونږ عزم ازمائيلي د هغوي حسابات ناکام شوي٬ زمونږ قوم دې په ارام سره خوب وکړئ، ځکه چې محافظ چري هم سترګې نه پټوي۔د هغه بیان په یوه قوي تائید سره پائی ته ورسید۔ د پاکستان خودمختياري یوازې یوه سره کرښه نه ده – دا په یو كاڼي كښې قلعه ده۔ نن مونږ د كلك عزم سره ولاړ يو۔ تل لپاره مونږ تاقابل تسخيز يو۔پاکستان زنده باد۔