د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي سره د شاه محمد شاه په مشرۍ درې کسیزه پلاوي وليدل

پېښور 28 مئي (اے پي پي) د پاکستان مسلم لیګ (ن) مرکزي سنئر نائب صدر شاه محمد شاه په مشرۍ درې کسیز پلاوي د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي سره ليدلي دي ۔ په پلاوي کښې د مسلم لیګ (ن) د اطلاعاتو صوبائي ډپټي سيكټري خالد شیخ هم شامل ؤ۔ په دې مهال په سندھ كښې د نهرونو په اړه په اړوندو مسئلو خبري اتري وشوي ، د هېواد سیاسي صورتحال، د اقتصادي پرمختګ او سوکالۍ لپاره د سیاسي ګوندونو شريكو هلو ځلو په حاجت، د حق په جګړه کښې د عملیاتو بنیان مرصوص په كاميابۍ او د شريكو ګټو په نورو چارو د خيالاتو څركندونه وشوه۔په دې موقع د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي هغوي ته یو سووینیئر (یادګاري ډالۍ) ورکړه۔