
اسلام اباد 28 مئي (اے پي پي) د انفارمېشن ټيکنالوجي او ټيلي كميونيكيشن وفاقي وزیرې شزه فاطمه خواجه وئیلي چې د تكبير ورځ د پاکستان د دفاعي خپلواکۍ نښه ده٬ پاکستان، ولس، حکومت او پوځ يو موټې دي ۔ د تكبير ورځ مونږ ته د یووالي، خود اعتمادۍ او پرمختګ درس راکوي۔د تكبير ورځ په مناسبت خپل پیغام کښې وفاقي وزيري ووئيل چې تكبير ورځ د جمهوریت د مشر میاں نواز شریف د د بهادرۍ پرېکړې یادګار دی٬ د مسلم لیګ (ن) په مشرۍ پاکستان د نړۍ اووم او د اسلامي نړۍ وړومبې اتومي طاقت جوړ شوي ۔ دي ووئيل د نواز شریف پرېکړه د پاکستان د دفاع ناقابل تسخيز جوړه كړي ۔ دي ووئيل د تكبير ورځ د پاکستان د دفاعي خپلواکۍ نښه ده، پاکستان، ولس، حکومت او پوځ يو موټې دي او د تكبير ورځ مونږ ته د یووالي، خوداعتمادۍ او پرمختګ درس راکوي۔