د بلوچستان اعلي وزیر میر سرفراز بګټي وګړو له 28 مئي د تکبیر ورځ مبارکي وكړه

کوئټه 28 مئي (اے پي پي) د بلوچستان وزیر اعلي میر سرفراز بګټي وګړو له د تکبیر ورځ مبارکي وركولو او په خپل پیغام کښې ووئيل چې د تکبیر ورځ هغه کسانو ته د پيرزوئنې وړاندې كولو ورځ ده كومو چې د هېواد دفاع ناقابل نسخير كړي ۔د پاکستان اتومي صلاحيت سيمه كښې د توازن برقرار ساتلو ضمانت دی۔ اتومي چاودنو دښمن ته ښكاره پیغام ورکړې چې زموږ وسله والو ځواکونو او اتومي سائنسمدارو تاریخ جوړ کړې۔د بلوچستان وزیر اعلي ووئيل چې د تکبیر ورځ موڼږ ته د هېواد د سلامتیا لپاره د بې غرضه خدمت درس راکوي۔ هر پاکستانی د وطن دفاع ته هر وخت چمتو دی۔ د پاکستان وګړي په خپل پوځ ویاړ لري ۔ بلوچستان تل د پاکستاني پوځ په ضد ډنډورې رد کړی دی۔ د هند په ضد پاکستان تاریخي كاميابي د ټول قوم او اسلامي نړۍ كاميابي ده ۔ دښمن باید پوهه شي چې زموږ سپېځلې خاورې ته زیان نشي رسولی۔