وزير اعظم محمد شهباز شریف به نن د اذربایجان په لاچین ښار كښې مصروفه ورځ تيروي

لاچین 28 مئي (اے پي پي) وزير اعظم محمد شهباز شریف به نن د اذربایجان په لاچین ښار كښې مصروفه ورځ تيروي ۔د وزیراعظم آفس پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیر اعظم محمد شهباز شریف به د پاكستان-تركیه-اذربایجان په درې اړخیزه غونډه كښې ګډون او وینا وكړي۔ د وزير اعظم وینا به په پي ټي وي نیوز كښې خپرولې شي ۔ د هغه وینا د پاكستان په معیاري وخت د ماسپښین له 2 بجو او 45 دقیقو څخه د ماسپښین تر 3 بجو او 45 دقیقو پورې متوقع ده ۔د وزیراعظم آفس له مخې وزیر اعظم محمد شهباز شریف به د تركیې او اذربایجان صدرانو سره یوځایې د اذربایجان د آزادۍ ورځ په مناسبت غونډه كښې هم ګډون او وینا كوي، چې د پاكستان معیاري وخت د ماسپښین 4 بجو څخه د ماښام تر 6 بجو به په پي ټي وي نیوز نيغ په نيغه نشر كولې شي۔