
مکه مکرمه 28 مئي (اے پي پي) د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت وئیلي چې د ذوالقعدې تر 28مي نيټي د بهرنیو هېوادونو څخه د راغلو حاجیانو شمېر 11 لكهه دوه زره او 469 ته رسېدلی دی۔د سبق وېب پاڼې د راپور له مخې وزارت وئیلي چې تر ټولو زیات حاجیان د هوائي لارې مزل سره راغلي دي، د كومو شميره چې ۱۰ لکهه 44 زره او 341 ده ۔ وزارت زیاته کړه چې 53 زره او 850 حاجیان د په زمكيزه لاره او 4278 حاجیان د سمندر د لارې راغلي دي۔وزارت وئیلي چې دا ټول کارونه د یو منظم سیسټم لاندې ترسره شوي،د كوم نګراني چې د حکومتي، امنیتي او خدماتو وركونكو ادارو پوهانو كوي۔