د وزيراعظم محمد شهباز شريف د آذربائيجان صدر الهام عليوف سره ملاقات په ٬سياسي٬اقتصادي٬دفاعي او كلتوري مرسته د اطمينان څرګندونه

لاچين27 مئی (اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف او د جمهوريه آذربائيجان صدر الهام عليوف د دواړو هېوادونو ترمينځه په سياسي٬اقتصادي٬دفاعي او كلتوري مرسته د اطمينان څرګندونه كولو سره په شريكه توګه ګټورو څانګو كښې د سرمايه كارۍ د لارې سټريټجك شراكتداري پراخه كولو لپاره د شريك عزم پخلے كړے۔دواړو لارښودو سيمه ايز استحكام٬شريكې خوشحالۍ او ښكاره د نړيوالو چارو اصولي دريځ ته ودې وركولو لپاره د كوټلو هڅو په اهميت زور راوړے۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د جمهوريه آذربائيجان صدر الهام علییوف سره د آذربائيجان په لاچين ښار كښې ملاقات وكړو ۔نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار٬چيف آف دي آرمي سټاف فيلډ مارشل سيد عاصم منير٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ او د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي هم ملاقات كښې موجود وو۔ملاقات د دواړو لارښودو او هېوادونو ترمينځه د زياتو شوو اړيكو عكاسي ده۔وزيراعظم د آذربائيجان آزادۍ ورځې په موقع صدر علييوف او آذربائيجان اولس ته مباركي وركړه ۔وزيراعظم ووئيل د آذربائيجان اولس د پاكستان اولس سره لازواله رشته لري۔وزيراعظم د هند سره اوسنې شخړې په مهال د پاكستان په غېر متزلزل ملاتړ كولو د آذبائيجان صدر الهام علييوف مننه وكړه او د ورور هېواد آذربائيجان مشرتابه او اولس لخوا يې د يووالي څرګندونه وستائېله٬د هند په ضد معركه حق كښې د پاكستان په كاميابو په آذربائيجان كښې جشن لمانځلے شوے ؤ ۔د ملاقات په مهال دواړو لارښودو د دوه اړخيزه اړيكو د بشپړه دائره كار جاج واخست او د پاكستان او آذربائيجان ترمينځه په سياسي٬اقتصادي٬دفاعي او كلتوري مرسته يې د اطمينان څرګندونه وكړه ۔ده په شريكه توګه ګټورو څانګو كښې سرمايه كارۍ د لارې د سټريټجك شراكتداري متنوع جوړولو لپاره د خپل شريك عزم پخلے وكړو ۔وزيراعظم ووئيل دواړو هېوادونو تل د يو بل مرسته كړې۔د آذربائيجان لخوا په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ پېشرفت په اړه د پلاويو په تبادله اتفاق وكړے شو ۔په ملاقات كښې دا هم ترسره شوه چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د پلاويو په كچه به ملاقات ډېر زر اوشي۔وزيراعظم ووئيل لاچين كښې د دې غونډې كول د آذربائيجان د استقامت او بحالۍ سفر عكاسي كوي كوم چې د دواړو هېوادونو لپاره علامتي او جذباتي اهميت لري۔دواړو لارښودو سيمه ايز استحكام٬شريكې خوشحالۍ او د ښكاره نړيوالو چارو اصولو دريځ ته ودې وركولو لپاره د كوټلو هڅو په اهميت زور راوړو ۔د ملاقات په اختتام دواړو لارښودو پاكستان-آذربائيجان شراكتداري لا ژورولو او په سيمه ايز كچه شريك مقاصد مخ په وړاندې بوتللو لپاره په ګډه كار كولو له د عزم پخلے وكړو۔