
اسلام آباد 27 مئی (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي نوشكي كښې د پوليو مخ نيوي په ډله د بريد سخته غندنه كړې ده ۔د نهې په ورځ جاري بيان له مخې داخله وزير شهيد پوليس اهلكار عبدالوحيد ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړې او د هغه كورنۍ سره يې د غمرازۍ څرګندونه وكړه۔داخله وزير ووئيل پوليس كانسټيبل عبدالوحيد د شهادت لويه رتبه ترلاسه كړه او مونږ د هغه غم جنې كورنۍ سره ولاړ يو۔ده ووئيل زمونږ د ماشومانو محفوظ او صحت مند سباؤن باوري كولو لپاره په تعينات ډله بريد د نه قبلولو وړ دے او د ماشومانو سباؤن په نخښه كونوكو په ضد به سخت ګامونه پورته كولې شي۔