د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ايران مشهد ښار ته ورسېد٬د حضرت امام رضا عليه السلام په روضه حاضري

اسلام آباد 27 مئی (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د نهې په ورځ په سركاري دوره د ايران مشهد ښار ته ورسېد نو د مشهد په انټرنېشنل هوائي مېدان د خراسان ولايت ګورنر جنرل غلام حسين مظفري د هغه تود هركلے وكړو۔جاري شوي بيان له مخې د دورې په مهال داخله وزير محسن نقوي د حضرت امام رضا عليه السلام په روضه حاضري وكړه او د دې د بېلو برخو يې دوره وكړه۔په دې موقع ده په منطقه كښې د امن٬خوشحالۍ او استحكام لپاره خاص دعاګانې وغوښتې ۔ميډيا سره په خبرو كښې داخله وزير د پاكستان زائرينو لپاره په خاص انتظامات د ايران حكومت مننه وكړه۔ده ووئيل انشاﺀ الله پاكستان او ايران به زائرين لپاره آسانۍ ښه كولو په اړه په ګډه كار كوي۔