اسلام آباد 27 مئی (اے پی پی) د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چيمه سره د نهې په ورځ د وړلډ بانك نوي كنټري ډائرېكټر بولورما امګابازار ملاقات كړے۔په دې موقع موده ترسره كونكے كنټري ډائرېكټر ناجي بنحسين هم موجود ؤ ۔وفاقي وزير امګابازار ته هركلے اووئېلو او د ناجي بنحسين پاكستان كښې د خذمات په خاص توګه ورلډ بانك سره شراكتدارۍ ته وده كښې يې د هغه كردار وستائېلو۔ده هيله څرګنده كړه چې نوے كنټري ډائرېكټر به پاكستان كښې روانه پرمختيائي مرسته لا قوي كړي او د كنټري پارټنرشپ فريم ورك(سي پي ايف)موثر نفاذ كښې به كردار ادا كړي۔وفاقي وزير په دې خبره زور راوړو چې وفاقي حكومت به د ورلډ بانك او نور پرمختيائي شراكتدارو په مرسته به صوبائي حكومتونو ته پرمختيائي پروژو كښې پورا مرسته وركوي ۔د ورلډ بانك پلاوي د پاكستان حكومت اصلاحاتي هڅې او په صوبائي كچه موثره رابطه كاري وستائېله او د اقتصادي چارو وزارت مهم كردار تسليمولو سره يې سباؤن كښې د نزدې مرستې دوامداره ساتلو د عزم پخلے وكړو۔