
اسلام آباد۔27مئی (اے پی پی)پاکستان د وزیراعظم نرېندر مودي د وروستي بيان نوټس اغستو سره وئيلي دي د اتومي وسلو لرونکې يو هېواد مشر په توګه د هند وزيراعظم څخه بايد د سنجيدګۍ طمه ولرلې شي، خو هغه د دې په ځاے په ګجرات کښې يوې غونډې ته بيا ډرامه بازي وكړه ٬ د هند وزيراعظم له خوا په دې موقع تشدد له پارونكے او كركه خپرونكے بيان نه يوازې د خپلو ټكو په اعتبار سره اندېښمن دے بلكې په منطقه كښې وړاندې څخه د بې ثباتۍ صورتحال كښې يو بل خطرناك مثال دے۔ د هند مشرتابه لخوا د سنجيدګي او معقوليت څخه پرله پسې غورځېدل د افسوس وړ دي ٬ د بهرنیو چارو وزارت ویاند لخوا د نهې په ورځ په جاري شوي بيان كښې ووئيل نړيواله ورورولي دې د هند بيانونو ٬ سيمه ايز استحكام او د تلپاتي امن امكانات ته د زيان رسولو جدي نوټس واخلي۔ په بيان کښې د هندي وزيراعظم په پارونكي بيان سخت غبرګون څرګندولو سره دا د ټاکنو کمپاین يوه بې بنسټه ادعا وګرځولې شوه۔ وياند ووئيل د اتومي وسلو لرونکي يو هېواد مشر په توګه د هند وزيراعظم څخه بايد د سنجيدګۍ طمعه ولرلې شي ۔ د هند وزيراعظم په بيان كښې په كركه د اډانه تشدد دعوت زيات اندېښمن دے ولې چې په سيمه كښې وضعه وړاندې څخه خطرناكه ده۔ وياند ووئيل دا ډول بيانونه د ملګرو ملتونو د چارټر د بنيادي اصولو ښكاره خلاف ورزي ده۔ ده ووئيل پاكستان د هند وزيراعظم دغې بيان ته د يو پارونكي بيان په توګه ګوري چې مقصد يۍ په مقبوضه جموں وكشمير كښی د بشري حقونو روانو خپلو خلاف وزريو او آبادياتي انجينئرنګ څخه پام بل پلو اړول دي۔ وياند وويل كه انتها خوښي په رښتيا سره د هند حكومت لپاره د اندېښنې سبب ده نو ښه به دا وي چې هغه د دې خبرې جاج واخلي چې په هند كښې يوازې اكثريت پسندي د مذهبي عدم برداشت او سفاكانه هندوتوا نظریې له مخې اقلیتونه په منظمه توګه په نخښه كوي۔ ده ووئيل پاكستان په دوه اړخيزه احترام او خپلواكه مساوات باندې اډانه لرونكې امن له عزم لري۔ بياهم د ملګرو ملتونو د چارټر آرټيكل 51 له مخې به مونږ خپلې سلامتيا لپاره د كومې هم خطرې مقابله به مناسب اقدامات كوو۔وياند ووئيل نړيواله ورورولي دې د هند د بيانونو ٬ سيمه ايز استحكام او د تلپاتي امن امكانات ته د زيان رسولو جدي نوټس واخلي۔