پاكستان كښې د غېر قانوني مېشته افغانانو وطن ته د ستنېدو لړۍ روانه ده ٬ د خېبر پښتونخوا داخله محكمه

پیښور ۔ 27 مئ (اے پي پي) پاكستان كښې په غېر قانوني توګه د استوګنو افغانانو خپل وطن ته د ستنېدو لړۍ روانه ده٬ په دې لړ كښې پاكستان نور 1149 افغانان افغانستان ته ستانه كرې دي۔ د داخله محكمې خېبر پښتونخوا تر مخه د دوو ورځو په مهال ټول 1149 افغانان د پولې پورې غاړه ولېږلے شول ٬ چې پكښې 1147 د تورخم د لارې او 2 كسان د انګور اډې د لارې شامل دي۔ په بېرته تلونكو كښې 1011 كسان په غېر قانوني توګه مېشته وو او دغسې 138 كسان پخپله خوښه وطن ته ستانه شول۔دې كسانو په رسمي توګه افغان رجسټرېشن كارډ لرلو۔ په اوسنو كاروائيو كښې د خېبر پښتونخوا نه 1066 ٬ د اسلام آباد نه 66 او د پنجاب نه 15 افغانان بېرته وطن ته ستانه كړے شوي۔ د ستمبر كال 2023 نه تر دې دمه ټول 547297 كډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي۔