
رياض۔27 مئ ( اے پي پي) سعودي عرب وئېلې دي كوم هم غېر مجاز حج كونكې له به د نورو حج كوونكو په راحت كښې د خلل اچولو اجازه ورنه كړې شي۔ د العربيه تر مخه د دې خيالاتو څرګندونه د سعودي د اطلاعات وزير سلمان الدوسري يو بيان كښې وكړه ۔ ده ووئېل د حج كوونكو خدمت لپاره د مصنوعي زېركتيا ټېكنالوجۍ كارولو اراده لرو٬ حج سيزن به د رياست د مكمل مرستې او وژن 2030 ژوندۍ نمونه وړاندې كوي۔ د ده وېنا وه د حج سيزن په مهال د ضيوف الرحمان حفاظت زمونږ تر ټولو اول او آخري هدف دے۔ ده ووئېل د بهر نه راغلو حج كوونكو شمېره 10 لاكه 70 زره ته رسېدلې ده۔