كوئټه 27 مئی (اے پی پی) د بلوچستان د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزير مير ظهور احمد بليدي نوشكي كښې د پوليو ډلې په امنيت مامور پوليس اهلكارو باندې د ډزو غندنه كولو سره وئېلي دي په دې پیښه كښې پوليس اهلكار وحيد احمد د پلار نوم يې محمد هاشم شهادت افسوسناك او د غندنې وړ پیښه ده۔په خپل بيان كښې مير ظهور احمد بليدي ووئيل زه دې بهادر سپاهي ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كوم چا چې د قامي وظيفې ترسره كولو په مهال د خپل ځان قرباني وركړه ۔پوليو كمپائن نه يوازې پاكستان بلكې د ټولې نړۍ ماشومانو محفوظ سباؤن لپاره هلې ځلې دي او دا بريد نه يوازې په يو كس بلكې په ټول قام٬انسانيت او د ماشومانو په روښانه سباؤن بريد دے۔