
تهران 27 مئی (اے پی پی)د ايران ځواكونو اسرائيل له د بريد نيغ په نيغه دړكې وركړې ده ۔د العربيه له مخې د ايران پوځ كمانډر انچيف ميجر جنرل عبدالرحيم موسوي دا بيان “مقدس دفاع”د اتو جلدونو انسائيكلو پيډيا مخ كتنې دستوره كښې د ګډون په مهال وركړے۔د ايران پوځ كمانډر انچيف ميجر جنرل عبدالرحيم موسوي اسرائيل ته دړكه كښې ووئېل كه چرې حالات تقاضه وكړه نو د ايران وسله وال ځواكونه د اسرائيل په ضد نوو پوځي كاروائيو لپاره چمتو دي۔ده ووئيل كه چرې اسرائيل كومه تزويراتي غلطي وكړه نو مناسب ځواب به وركولې شي۔ دې څخه وړاندې اسرائيل په دې وروستيو ورځو كښې دا اشاره وركړې وه كه چرته امريكې سره خبرې د ايران اتومي پروګرام مخ نيوي كښې ناكامه شوې نو د ايران جوهري تنصيبات به په نخښه كولې شي۔