اسلام آباد۔26مئی (اے پي پي ) د ذوالحج 1446 هجرۍ سپوږمۍ كتلو لپاره د رویت هلال د مرکزي کمیټۍ غونډه نن د نهې په ورځ د مذهبي چارو وزارت كښې كېږي ۔ د مذهبی چارو وزارت وياند ترمخه د غونډې مشري به د مرکزي رویت هلال کمیټۍ چیئرمین مولانا محمد عبدالخبیر آزاد کوي۔ دغسې د ټول هېواد كښې به د زونل او ضلعو رویت هلال کمیټیو غونډې خپلو اړوندو ځايونو كښې كېږي۔