د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر سره د اسلام آباد چيمبر آف كامرس صدر ملاقات

اسلام آباد 26 مئی (اے پی پی) د وزيراعظم د صنعت او پېداوار خاص مرستيال هارون اختر سره د اسلام آباد چيمبر آف كامرس صدر ملاقات كړے۔دې اعلٰی كچ غونډه كښې د صنعت او پېداوار سيكرټري سيف انجم٬د كيپيټل ډوېلپمنټ اتهارټي(سي ډي اے)چيئرمېن او د اسلام آباد دپټي كمشنر هم شريك وو۔په غونډه كښې شريكو د كيپيټل ډوېلپمنټ اتهارټي٬كاروباري ورورولۍ٬ د اوبو وركولو او د لائسنسنګ او پاركنګ پشان مهمو چارو باندې تفصيلي خبرې وكړې۔هارون اختر په دې موقع زور راوړولو سره ووئيل د هر سركاري افسر فرض د اولس خذمت دے۔ده ووئيل كاروباري ورورولۍ ته آسانۍ وركول د حكومت وړومبې پام لرنه ده ۔ده باور وركړو چې اسلام آباد چيمبر آف كامرس ته ورمخې ته ټولې مسئلې به په سمدستي او موثر انداز حل كړې شي۔ده ووئيل سي ډي اے او د اسلام آباد چيمبر آف كامرس به مرسته به رامخې ته ټولې مسئلې به په سمدستي او په موثر انداز حل كولې شي۔د مسئلو موثر حل باوري كولو لپاره هارون اختر سي ډي اے او اسلام آباد چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري په غړو مشتمله يوې كمېټۍ د جوړولو اعلان وكړو۔ده هدايت وكړو چې كمېټۍ به د پېشرفت او د كاروباري ورورولۍ مسئلو حل په اړه باقاعده او په وخت رپورټس زما په دفتر كښې وړاندې كوي۔