د هارورډ پوهنتون په حقله د ټرمپ انتظاميه اعلان٬ طلباﺀ د بلې درسګاه په لټون سر شول

نيويارك ۔26 مئ ( اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ د هغې اعلان نه پس چې هارورډ پوهنتون به نورو غېر ملكيانو له داخله نشي وركولې ٬ بهرني زده كوونكو كښې يره خپره كړې ده۔ د مېډيا رپورټس تر مخه د هارورډ غېر ملكي طلبه د كوم بل پوهنتون په لټون كښې دي خو د ادارې صدر ايلن ګاربر د انتظاميه د دغې اقدام غندنه كړې ده۔دا د سپېنې ماڼې او د هارورډ د روانې جهګرې تازه پیښه ده چې په كېمبس كښې د شوو مظاهرو او لاريونونو نه پېل شوې ده۔ بلخوا يو جج د ټرمپ انتظاميه د هارورډ پوهنتون نه د غېر ملكي طلبه د اندراج اهليت ختمولو منصوبه په عارضي توګه ايساره كړې ده۔ دا پرېكړه د هارورډ په عدالت كښې د درخواست نه پس رامخې ته شوې۔ د پوهنتون وېنا ده دا د ټرمپ انتظاميه د زيارت په ورځ په نړيوالو زده كوونكو د بندېز لګولو په بابله د قانون او د رائے د اظهار د آزادۍ بيخي خلاف ورزي ده۔ د ترمپ انتظاميه وېنا ده چې هارورډ د سام دښمنۍ په ضد جنګ كښې پورا كار نه دې كړے او د خپلې بهرتۍ او داخلې طرېقې يې بدلې كړې دي۔ خو د دغې تورونو پوهنتون په سختۍ سره ترديد كړے دے۔ د سپېنې ماڼې ډبټي پرېس سېكرټري ايبيګيل جېكسن وېنا ده كه هارورډ پخپل كېمبس كښې د امرېكې او يهود خلاف د ترهه ګرۍ مرستياله راپېرېدونكو لعنت ختمولو ته لږ خيال كړے ؤ نو دا صورتحال به نه راجوړېدو۔